ایکناخبری آژانس راپور راکړ، پرون ماښام کابو شپږ بجې د قطر ۲۰۲۲کال نړیوال جام دستورې په قطر کې په داسې حال کې پیل شوې ، چې ددغو نړیوالو سیالیو په تاریخ کې په لومړي ځل ددغو دستورو پیل دقرآن کریم آیتونه وو چې د قطر د یوه پرکوټ ماشوم قاری غانم المفتاح په زړه پورې غږ سره دقرآن کریم د یوشمیر آیتونو تلاؤت او دغه راز د امریکا یو ه مطرح هنر مند مورګن فریمن له خوا د قرآني پرفارمینس په اجرا سره ددغو دستورو فضا له قرآني انګازو ډکه کړه .
همداراز ددغو نړیوالو لوبو په لومړنۍ لوبو کې د ایکواډور او قطر ترمینځ لومړنۍ لوبه ترسره شوه چې ایکواډور په دوو ګولونو سره قطر ته ماته ورکړه او دنړیوال جام لومړني درې امتیازونه ئې خپل کړل.
داپه داسې حال کې دي چې دایران د اسلامی جمهوریت د ریډیو اوټيلیویژن ادارې له خوا هم د فټ بال دنړیوال چام د لوبو او خبرونو درسولو په خاطر ۲۴ساعته ریډیوئي پروګرام هم افتتاح کړ او دغه پروګرام به د ایف ایم په 95.5 میګاهرټړو فریکونسۍ سره شپه او ورځ سپورټي خبرونې وړاندې کوي.